هود ۵

أَلَا إِنَّهُمْ يَثْنُونَ صُدُورَهُمْ لِيَسْتَخْفُوا مِنْهُ أَلَا حِينَ يَسْتَغْشُونَ ثِيَابَهُمْ يَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ

خبرداردوی رانغاړی سینی خپلی (په دشمنئ‌ دحق سره) دی دپاره چه ځان پټ کړی دهغه نه خبردار کله چه دوی ځان پټوی په جاموخپلوکښی نوپوهیږی اللّه تعالٰی په هغی چه پټوی دوئ اوپه هغی چه ښکاره کوی دوئ یقیناً اللّه تعالٰی پوهیږی دسینوپه خبروباندی -

دا دوهمه دعوه دسورة ده - یعنی اللّه تعالٰی په هرڅه عالم دی دهغه نه څه شی پټ نیشته - اوپه دی آیت کښی ذکرد دشمنئ دی دمشرکانو دپیغمبرانو او د مؤمنانوسره معنیٰ داده چه دوی دپیغمبراو مؤمنانو سره په زړونوکښی پټه دشمنی ساتی اوخیال ئی دادی چه اللّه تعالٰی ددی نه خبرنه دی لیکن اللّه تعالٰی فرمائی که دوی په ځان باندی جامی واچوی اوپه زړونوکښی دشمنی پټه اوساتی نوهم اللّه تعالٰی په هغی خبردی (لِيَسْتَخْفُوا مِنْهُ) ضمیرد مِنْهُ اللّه تعالٰی ته راجع دی په زعم ددوی سره یارسول ته راجع دی اوپه دی آیت کښی منافقان او حسد کوؤنکی دحق سره هم داخل دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل