وَأَنْ أَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا وَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الْمُشْرِكِينَ
(او وئیلی شوی دی ماته) چه برابرکړه ځان خپل دین ته چه کلک ئی په توحید اومه کیږه دډلی دمشرکانونه -
ددی آیت په ابتداء کښی لفظ دقیل مراد دی (وَجْهَكَ) ذکر دمخ دی اومراد ترینه ټول نفس او ټول اعمال دی نوپه مخکښی آیت کښی ذکر دتوحید وؤ اوپه دی آیت کښی په هغی باندی امرداستقامت او اجتناب دشرک نه ذکرکوی (الْمُشْرِكِينَ) یعنی دمشرکانو دجماعت سره هیڅ تعلق مه ساته -