يونس ۱۰۶

وَلَا تَدْعُ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَنْفَعُكَ وَلَا يَضُرُّكَ فَإِنْ فَعَلْتَ فَإِنَّكَ إِذًا مِنَ الظَّالِمِينَ

اومه وایه رامدد شه سیوا د اللّه تعالٰی نه هغه چاته چه نه نفع رسولی شی تاته اونه ضرر رسولی شی تاته پس که اوکړوتاداکار پس یقیناً ته په دغه وخت کښی به ئی دظالمانونه -

دی آیت کښی رد دشرک فی الدعا دی اودا یوقسم دی دشرک فی العبادت نه چه سیوا د اللّه تعالٰی نه هیڅ مخلوق لائق دبلنی او دحاجت غوښتلو نیشته ځکه چه مخلوق اختیارمند دنفع او ضرر نه دی اوپه دی آیت کښی ظالم وئیلی شوی دی هغه چاته چه اللّه تعالٰی نه سیوا بل چاته رامدد شه وائی - او خطاب نبی ﷺ ته دی اومراد ترینه عام انسانان دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل