يونس ۱۰۴

قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنْ كُنْتُمْ فِي شَكٍّ مِنْ دِينِي فَلَا أَعْبُدُ الَّذِينَ تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ وَلَكِنْ أَعْبُدُ اللَّهَ الَّذِي يَتَوَفَّاكُمْ وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ

اوایه چه ای خلقو که ئی تاسو په شک دی ددین ځمانه پس زه نه کوم بندگی دهغه کسانو چه تاسو بندگی کوئ دهغئ سیوا د اللّه تعالٰی نه لیکن زه بندگی خاص کؤم د اللّه تعالٰی (هغه اللّه تعالٰی) چه مرگ راولی په تاسو اوحکم شوی دی ماته چه یم دی زه دمؤمنانو دډلی نه -

په دی آیت کښی حکم دی پیغمبرته دپاره دبیان دتفصیلی د توحید اوپه دی آیت کښی رد شرک فی العبادات دی حاصل دادی چه که خلق شک کوی په دین اسلام کښی نودوی ته بیان اوکړه داصل مسئلی چه توحید دی - ځکه فرق ددین اسلام دنورو دینونو نه په توحید سره دی -
فائده: شک وائی برابروالی د دوه طرفونو ته نودالفظ ئی ځکه ذکر کړو چه فرعی عبادات اواکثرمعاملات دمشرکینو او مؤمنانو یوشان وؤ - نوشک راغی چه ددوی په مینځ کښی څه فرق دی نوپه دی آیت کښی هغه فرق ئی بیان کړو په توحید سره - فلااعبد نه مخکښی د ان جزا پټه ده یعنی فاستمعوا لازالة الشّک (غوږ کیدئ‌ دپاره دزائل کولو دشک) (الَّذِي يَتَوَفَّاكُمْ) په ذکرد وفات سره اشاره ده حیاتِ سابقه اوتربیت نه ترمرگه پوری چه دهغه دلیل دی دپاره دقدرت د اللّه تعالٰی او تخصیص دوفات ئی ددی وجی نه اوکړو چه په دی کښی خوف ډیردی (وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ) عبادت عمل دظاهردی اوایمان باطنی عمل دی اواشاره ده چه عبادت سره ایمان شرط دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل