ثُمَّ نُنَجِّي رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا كَذَلِكَ حَقًّا عَلَيْنَا نُنْجِ الْمُؤْمِنِينَ
بیا واورئ بچ کړی دی مونږ رسولان خپل او هغه کسان چه ایمان ئی رواړی دغسی لازم ده په مونږ چه بچ کوؤ به مؤمنانولره -
په دی آیت کښی زیری دی مؤمنانوته په نجات سره - ثُمَّ په دی آیت کښی دپاره دتعقیب ذکر دی اودا صرف دعطف دپاره دی او معطوف علیه محذوف دی فنهلک المکذبین و ننجی آه - اودا فعل مضارع په معنیٰ دماضی سره ده په قرینه دخلَوا من قبلهم سره (حَقًّا عَلَيْنَا) حق دوه قسمه دی یو حق تفضلی دی یعنی دوعدی په وجه سره اللّه تعالٰی په ځان باندی لازم کړی دی - دوهم حق ایجابی استحقاقی دی دا دوهم په اللّه تعالٰی باندی نیشه ځکه چه اللّه تعالٰی لمایرید دی اوقادردی په هرڅه باندی نوپه هغه باندی د هیچ چا حق واجبه نیشته او ددی وجی نه سوال په وسیله د بحق فلان منع دی که دحق نه مراد دوهمه معنیٰ شی نوهغه خو په اللّه تعالٰی باندی نیشته اوکه اوله معنیٰ شی نودا موهم دی وهم ددوهمی معنیٰ پیداکوی اوهیڅ حدیث صحیح په دی کښی نیشته دی (حَقًّا عَلَيْنَا) مراد ددی نه حق تفضلی دی حق واجبه نه دی مراد ځکه چه اللّه تعالٰی باندی څه شی نه شی واجب کیدی -