قُلِ انْظُرُوا مَاذَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا تُغْنِي الْآيَاتُ وَالنُّذُرُ عَنْ قَوْمٍ لَا يُؤْمِنُونَ
اوایه اوگورئ چه څنگه دلیلونه دی دتوحید په آسمانونو اوپه ځمکه کښی اوفائده نه ورکوی دلیلونه او ویره ورکوونکی هغه قوم ته چه ایمان نه راوړی -
په دی آیت کښی دعوت دی منکرینوته دپاره دفکرکولو په عقلی دلیلونو کښی اوبیا زورنه ده په ایمان نه راوړلو دوجی دعناد نه - اوپه دی آیت کښی دلیلی دی چه انسان مجبورمحض هم نه دی بلکه دی مکلف دی په نظر او فکرکولو سره دپاره دحاصلولو دهدایت (لَا يُؤْمِنُونَ) مراد ددی نه ضد او عناد کوؤنکی دی -