وَمَا كَانَ لِنَفْسٍ أَنْ تُؤْمِنَ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ وَيَجْعَلُ الرِّجْسَ عَلَى الَّذِينَ لَا يَعْقِلُونَ
اونه شی کیدی دپاره دهیچ چا چه ایمان راوړی مگرپه توفیق د اللّه تعالٰی اواچوی اللّه تعالٰی پلیدی په هغه کسانوباندی چه عقل نه لری -
دا آیت تفصیل دماقبل دی یعنی دټولو دایمان راوړلو مشیت اللّه تعالٰی نه دی کړی بلکه بعضی په اذن د اللّه تعالٰی سره ایمان راوړی اوبعضی په پلیتئ دشرک کښی پریږدی اوپه دی آیت کښی هم تسلی ده پیغمبرته چه ایمان دخلقو په توفیق د اللّه تعالٰی سره دی اوکوم خلق چه په حق باندی نه پوهیږی نوهغوی په پلیتئ د شرک او کفرکښی غورځوی دلته داذن نه مراد تقدیرالٰهی او توفیق دی او رِّجْسَ نه مراد شرک یا عذاب دی -