وَلَوْ شَاءَ رَبُّكَ لَآمَنَ مَنْ فِي الْأَرْضِ كُلُّهُمْ جَمِيعًا أَفَأَنْتَ تُكْرِهُ النَّاسَ حَتَّى يَكُونُوا مُؤْمِنِينَ
اوکه غوښتی رب ستا خامخا ایمان به راوړی وی هغه چاچه په ځمکه کښی دی ټولوپه جمع سره آیا ته پس زورکولی شی په خلقو دی دپاره چه دوی مؤمنان شی -
په دی آیت کښی تسلی ده پیغمبرته چه ایمان ددی خلقو په مشیت د اللّه تعالٰی سره دی اومراد د مشیت نه مشیت دلطف او مهربانئ دی لیکن اللّه تعالٰی دا مشیت په باره ټول کښی نه دی کړی بلکه دچا دپاره ئی ایمان په تقدیر کښی لیکلی دی نوصرف هغوی ایمان راوړی اومعتزله وائی ددی نه مراد مشیت جبری دی یعنی جبرد اللّه تعالٰی دطرف نه نیشته دهرچا خپله خوښه وی اودوی تقدیرنه منی -