يونس ۹۳

وَلَقَدْ بَوَّأْنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ مُبَوَّأَ صِدْقٍ وَرَزَقْنَاهُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ فَمَا اخْتَلَفُوا حَتَّى جَاءَهُمُ الْعِلْمُ إِنَّ رَبَّكَ يَقْضِي بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ

اویقیناً ځای ورکړی وو مونږ بنی اسرائیلوته ځای مزیدار اورزق ورکړی وو مونږ دوی ته دپاکو څیزونونه پس اختلاف اونه کړو دوی (په مسئله دتوحید کښی) ترهغی چه راغی دوی ته علم یقیناً ستارب به عملی فیصله اوکړی په مینځ ددوی کښی په ورځ دقیامت، په څیزکښی چه دوی په هغی کښی اختلاف کوی -

په دی آیت کښی ذکر دحال د بنی اسرائیلو دی پس دغرقیدلودفرعون نه - په دوی باندی انعامات اجمالیه په دی آیت کښی بیان شول یو مکان دوهم روزی د طیباتو اوبیاددوی ناشکری په اختلاف سره په حق کښی پس دعلم نه داهم ذکر شوه(مُبَوَّأَ صِدْقٍ) ددی نه مراد ځمکه دشام یا مصرده - اودعربوعادت دی چه دیوڅیز صفت او مدح کوی نوصدق ورسره لگوی که قول وی یا فعل وی یامکان وغیره (حَتَّى جَاءَهُمُ الْعِلْمُ) مراد دعلم نه قرآن دی یعنی دقرآن دنزول نه روستوپه دوی کښی اختلاف راغی - یامراد دعلم نه تورات دی یعنی په تورات کښی په باطل تاویلونو او تحریفونوسره اختلاف پیداشول -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل