يونس ۹۲

فَالْيَوْمَ نُنَجِّيكَ بِبَدَنِكَ لِتَكُونَ لِمَنْ خَلْفَكَ آيَةً وَإِنَّ كَثِيرًا مِنَ النَّاسِ عَنْ آيَاتِنَا لَغَافِلُونَ

پس نن پورته کوم بدن ستا دی دپاره چه شی ته دروستو دپاره نخه دعبرت اویقیناً ډیر دخلقونه ځمونږدآیاتونونه بی پرواه دی -

روایاتو کښی راغلی دی چه د بنی اسرائیلو یقین نه کیدلو چه فرعون غرق شوی دی اللّه تعالٰی دهغه بدن دوی ته ښکاره کړو اوپه دی کښی دوه توجیهات دی - یوداچه بدن دفرعون بغیر دروح نه غاړه ددریاب باندی اوغورځولی شو لکه چه اوس مشهوره ده چه دقاهری په عجائب گهرکښی دهغه بدن کیخودلی شوی دی - دوهمه توجیه داده چه دده بدن داوبو دپاسه دوی ته ښکاره کړی شو اوددوی د زړونونه شک اووتلو (نُنَجِّيكَ) د نجوة نه اخستلی شوی دی اونجوة اوچت مکان ته وئیلی شی (بِبَدَنِكَ) مراد دبدن نه وجود (جوثه) بی وسه ده (آيَةً) عبرت دهغه چادپاره چه دربوبیت دعویٰ کوی یاتکبرکوی دحکمونو د اللّه تعالٰی نه (عَنْ آيَاتِنَا) اشاره ده چه د اللّه تعالٰی دعذابونو دایوه نښه نه ده ډیری نښی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل