فَإِنْ كُنْتَ فِي شَكٍّ مِمَّا أَنْزَلْنَا إِلَيْكَ فَاسْأَلِ الَّذِينَ يَقْرَءُونَ الْكِتَابَ مِنْ قَبْلِكَ لَقَدْ جَاءَكَ الْحَقُّ مِنْ رَبِّكَ فَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الْمُمْتَرِينَ
پس که ئی ته په شک کښی دهغه څیزنه چه رالیږلی مونږتاته پس تپوس اوکړه دهغی کسانونه چه لوستوئی کتاب ستانه مخکښی (حق پرست علماء) یقیناً راغلی دی تاته حق دطرف درب ستانه پس مه کیږه ته دشک کوونکونه -
هرکله چه مخکښی آیت کښی ذکرکړی شو اختلاف داهل کتابو اودا اختلاف سبب وی دپاره دشک نودی آیت کښی دشک دزائل کولودپاره ئی طریقه ئی بیان کړه چه هغه تپوس کول دی دعلمائی حق نه - بیا دی آیت کښی دری توجیه دی اوله توجیه داده چه خطاب نبی ﷺ ته دی - اوشک په معنیٰ مشهورسره دی لیکن حرف د اِن دلالت نه کوی په وجود د شی باندی اوددی وجی نه ددی آیت دنزول نه روستو رسول اللّٰه ﷺ اوفرمایل چه نه زه شک کوم اونه تپوس کوم، دوهمه توجیه داده چه شک په معنیٰ دتنگ والی دزړه ده نومطلب دادی که ستازړه تنگیږی په مخالفت ددی کسانو، نوصبرکوه اوتپوس اوکړه دعلماءِ حق نه چه خبردرکړی تالره په صبرکولو دتیرشوو پیغمبرانو دریمه توجیه ئی داده چه په آیت کښی خطاب دی مشرکانوته چه هغوی به اعتماد کوؤ په خبرو دکتابیانو، معنیٰ داده چه اوایه ای پیغمبره مشرک ته که ئی ته په شک کښی دهغی کتاب اود مسئلی توحید نه چه بیان کړی دی مونږه تاته نوتپوس اوکړه دنیکانوعلماؤ داهل کتابونه (فَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الْمُمْتَرِينَ) په دی کښی هم خطاب نبی ﷺ ته دی اومراد ترینه امت یامراد ددی نه امتراء (شک) کول دی په نزول دعذاب کښی په منکرینوباندی -