قُلْ لَوْ شَاءَ اللَّهُ مَا تَلَوْتُهُ عَلَيْكُمْ وَلَا أَدْرَاكُمْ بِهِ فَقَدْ لَبِثْتُ فِيكُمْ عُمُرًا مِنْ قَبْلِهِ أَفَلَا تَعْقِلُونَ
ته اوایه که غوښتی وی اللّه تعالٰی نونه به وی لوستلی ماقرآن په تاسوباندی اونه به خبردرکړی وی اللّه تعالٰی تاسوته په دی سره پس یقیناً تیرکړی دی ماپه تاسو کښی ډیرعمر ددی نه مخکښی آیا پس عقل نه لرئ -
دا دوهم جواب دی مطالبی دمشرکینوته - حاصل ئی دادی چه بیانول ددی قرآن ما دځان نه دی شروع کړی ددی بیان ځما دطرف نه اوددی تعلیم درکول تاسوته په ارادی د اللّه تعالٰی سره دی (فَقَدْ لَبِثْتُ) ددی اول مطلب دادی چه ځما دڅلویښتوکالو ترعمره پوری صدق او امانت تاسوپیژنئ اوداهم پیژنئ چه زه امی یم ماڅه لوستلی یا لیکلی نه دی نو څنگه داکتاب ما دځان نه جوړکړی شو - دوهم مطلب دادی چه تاسوته معلومه ده چه په دی څلویښت کاله کښی ماد اللّه تعالٰی هیڅ نافرمانی نه ده کړی نو څلویښت کالونه روستو بیاڅنگه گناه اوکړم - او دا دلیل دی د عصمت قبل النبوة - په صحیح حدیث سره ثابت ده چه نبی ﷺ ته د څلویښت کالوپه عمرکښی وحی دنبوت شروع شوی وه بیاپه مکه مکرمه کښی ئی دیارلس کاله اوپه مدینه منوره کښی ئی لس کاله تیرکړل او ددری شپیته کاله په عمرکښی وفات شو اوپه کوموروایاتو کښی چه شپیته کاله ذکر دی نوپه هغی کښی کسر(دری) حذف کړی دی -