وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ قَالَ الَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَاءَنَا ائْتِ بِقُرْآنٍ غَيْرِ هَذَا أَوْ بَدِّلْهُ قُلْ مَا يَكُونُ لِي أَنْ أُبَدِّلَهُ مِنْ تِلْقَاءِ نَفْسِي إِنْ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحَى إِلَيَّ إِنِّي أَخَافُ إِنْ عَصَيْتُ رَبِّي عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ
اوهرکله چه بیان کړی شی په دوی باندی آیتونه ځمونږه صاف صاف نووائی هغه کسان چه نه لری عقیده دملاقات ځمونږ راوړه یو قرآن بغیر ددی نه یا بدلی اوکړه په ده کښی اوایه ته نه دی جائز مالره چه بدلی اوکړم په ده کښی دخپل طرف نه تابعداری نه کوم ځه مگردهغی چه وحی کیدی شی ماته یقیناً ویریږم زه که نافرمانی اوکړم درب خپل (په بدلولودقرآن سره) دعذاب دورځی لوی نه -
دا آیت هم زورنه منکرینودتوحید ته مطلب دادی چه دوی ته هرکله آیتونه دتوحید بیانیږی نودوی وائی چه قرآن ښه دنصیحت کتاب دی لیکن هرځای په کښی دشرک رد دی دا تری لری کړه نوباقی مونږ منو (بَيِّنَاتٍ) چه په وضاحت سره دلالت کوی په توحید باندی (غَيْرِ هَذَا أَوْ بَدِّلْهُ) ددی فرق دادی چه غیر، دا معنیٰ ده چه ددی قرآن په ځای بل کتاب راوړه اودی بلکل لری کړه، اوتبدیل دا معنیٰ ده چه په دی کښی ترمیم اوکړه یعنی مسئله دتوحید تری نه لری کړه (قُلْ) دا اول جواب دی دمشرکانو دمطالبی - مطلب ئی دادی چه زه ترمیم نشم کولی نوتغیرخوپه طریقه اولٰی سره نشم کولی ځکه چه دا دواړه کارونه سبب دلوی عذاب دی (إِنْ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحَى إِلَيَّ) دادلیل دی چه دوحی بفیر دبل څیزتابعداری جائز نه ده (إِنْ عَصَيْتُ)مراد دعصیان نه تبدیل او تغییر دی -