ثُمَّ جَعَلْنَاكُمْ خَلَائِفَ فِي الْأَرْضِ مِنْ بَعْدِهِمْ لِنَنْظُرَ كَيْفَ تَعْمَلُونَ
بیا اوگرځولئ مونږ تاسواوسیدونکی په ځمکه کښی روستود مشرانونه دی دپاره چه اوگورو مونږه (په طریقه دامتحان) چه په کومه طریقه عمل کوئ تاسو -
دا آیت هم ویره دنیوی کښی داخل دی (كَيْفَ تَعْمَلُونَ) دا دلیل دی په دی باندی چه د اللّه تعالٰی په نیزباندی په عملونوکښی کیفیات او طریقی مقصود دی چه هغه طریقه دپیغمبروی اودا آیت ټول امت ته خطاب دی (لِنَنْظُرَ) مراد نظرنه امتحان دی (كَيْفَ تَعْمَلُونَ) یومقصد دخلق توحید دی لکه په سورة ذاریات (۵۶) کښی دی - او دوهم مقصد طریقی دبندگئ دی په موافقت دسنت سره لکه په دی آیت کښی دی -