وَلَقَدْ أَهْلَكْنَا الْقُرُونَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَمَّا ظَلَمُوا وَجَاءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ وَمَا كَانُوا لِيُؤْمِنُوا كَذَلِكَ نَجْزِي الْقَوْمَ الْمُجْرِمِينَ
اویقیناً هلاک کړی دی مونږقومونه (پیړئ) مخکښی ستاسونه هرکله چه دوی ظلم کړی وو اوراغلی وودوی ته رسولان ددوی په ښکاره بیانونواونه وو دوئ چه ایمان ئی راوړی وی دغسی سزا ورکوو مونږ قوم مجرمانوته -
په دی آیت کښی ویره دنیوی ده دپاره دمنکرینو ربط ئی دمخکښی سره دادی چه کله خو اللّه تعالٰی دوی له مهلت ورکوی اودعاگانی ورله قبلوی لیکن روستو دمهلت نه ئی داسی اونیسی په هلاک اوعذاب سره دوجی دشرک او انکارد رسولانونه اوبیائی هیڅ دعا نه قبلوی (وَجَاءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ) داجملیه حالیه ده اوددی نه روستو فکذبو هم پټ دی (یعنی دوی درسولانو تکذیب اوکړو) (وَمَا كَانُوا لِيُؤْمِنُوا) داعطف دی په ظلموا باندی یعنی دوی نه امید دایمان نه وؤ پاتی شوی (الْمُجْرِمِينَ) په دی آیت کښی ظلم او انکارد ایمان نه ذکرشو اودا جرم عظیم دی اوتیرشوی آیت صرف شرک ذکر کړی وؤ نوهغه اسراف دی -