وَإِذَا مَسَّ الْإِنْسَانَ الضُّرُّ دَعَانَا لِجَنْبِهِ أَوْ قَاعِدًا أَوْ قَائِمًا فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُ ضُرَّهُ مَرَّ كَأَنْ لَمْ يَدْعُنَا إِلَى ضُرٍّ مَسَّهُ كَذَلِكَ زُيِّنَ لِلْمُسْرِفِينَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ
اوچه هرکله اورسی یو انسان ته تکلیف نوبلی مونږه په ډډه خپله یاپه ناستی یاپه ولاړی پس هرکله چه لری کړو مونږ دده نه تکلیف دده نوروان شی په شرک خپل گویاکښی بلنه ئی نه وه کړی ځمونږنه هغه تکلیف ته چه رسیدلی وو ده ته دغسی ښائسته کړی شوی دی مشرکانوهغه عمل چه دوی ئی کوی -
تیرشوی آیت کښی طلب دعذاب ذکرشونوپه دی آیت کښی ثابتوی چه دوی په دی طلب کښی دروغژن دی ځکه چه په حالت دضرورت کښی بیادخیردعاگانی غواړی نودا هم زورنه منکرینوته مطلب ئی دادی چه بعضی انسان په حالت دتکلیف کښی خاص اللّه تعالٰی نه مدد غواړی اوهرکله چه اللّه تعالٰی دده نه مصیبت لری کړی نوبیا په شرک باندی روان شی هم داسی په سورة روم (۳۳) اوسورة سجده (۵۱) کښی دی دغسی بعضی مؤمنان هم په حالت دتکلیف کښی اللّه تعالٰی یادوی اوتوبی اوباسی اوکله چه مصیبت تری نه لری شی نوبیاپه گناهونوکښی شروع شی -
نکته: په دی آیت کښی په لِجَنْبِهِ باندی ځکه شروع کړی ده چه دهغه مصیبت ډیروی نودعائی هم ډیره وی - بیا ورپسی حال دناست سړی دی بیا ورپسی حال دولاړ سړی د ی (لِجَنْبِهِ) دا متعلق دی په دَعَانَا پوری اوزجاج وئیلی دی چه جائزه ده چه دا متعلق شی په الضرپوری اودری حالتونه ئی ځکه ذکرکړل چه انسان ددی دری واړونه خالی نه وی - (مَرَّ) داپه معنیٰ داستمرار سره دی په شرک باندی (لِلْمُسْرِفِينَ) مراد ددی نه مشرکان دی خوهغوی ته مشرکان ددی وجی نه وائی چه هغوی بربادکړی دی نفس خپل په بندگئ دغیراللّه کښی اومالونه خپل په تحریم او نذردغیراللّه کښی (ددی نه مراد اعمال مشرکانه دی -