وَلَوْ يُعَجِّلُ اللَّهُ لِلنَّاسِ الشَّرَّ اسْتِعْجَالَهُمْ بِالْخَيْرِ لَقُضِيَ إِلَيْهِمْ أَجَلُهُمْ فَنَذَرُ الَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَاءَنَا فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ
اوکه زررسولی اللّه تعالٰی خلقو ته تکلیف (په وجه دغوښتلوددوی) په شانتی د زرغوښتلوددوی خیرلره (چه هغه زرقبلوی) خامخا پوره شوی وی به ددوی نیټی پس پریږدو مونږ هغه کسان چه نه لری عقیده دملاقات زمونږ په سرکشئ ددوئ کښی گډوډ به وی -
ددی تعلق د (۲) سره دی یعنی کوم خلق چه تعجب کوی درسالت ددی رسول نه اوهغوی دځان دپاره عذاب غواړی لکه په انفال (۳۲) کښی دی لیکن اللّه تعالٰی ددوی اجابت نه کوی دارنگ ددی آیت تعلق دلفظ رب العالمین سره دی یعنی دربوبیت په وجه سره اللّه تعالٰی ددوی خیری زرنه قبلوی اودا زورنه منکرینوته مطلب ئی دادی چه کله دوی دځان دپاره خیرغواړی او اللّه تعالٰی ئی ورله زرورکوی اودارنگی دوی دځان دپاره عذاب غواړی لیکن اللّه تعالٰی دادعا زرنه قبلوی - که اللّه تعالٰی زرقبلولی نودوی به ئی تراوسه هلاک کړی وی - ابن قتیبه وئیلی دی چه په دی کښی داخل ده بعضی انسان په وخت دغصه کښی خپل ځان ته او بال بچ وغیره ته خیری کوی اومرگ او هلاکت غواړی لکه عامو اوقاتوکښی څرنگ چه رحمت او روزی او صحت وغیره غواړی نو اللّه تعالٰی ددوی دعاگانی دخیر زرقبلوی لیکن که خیری ددوی اللّه تعالٰی زرقبلولی نودوی به زر هلاک شوی وؤ لیکن انسان له خیری کول په ځان اواولاد باندی په حدیث کښی منع دی هسی نه چه داسی وخت سره برابری اوخوری چه په هغی کښی دعاگانی قبلیږی نوبیابه پښیمانه وی (فَنَذَرُ) هرکله چه زرئی نه هلاکوی نومهلت ورکوی - (طُغْيَانِهِمْ) ددی نه مراد شرک اوکفراو گناهونه دی -