دَعْوَاهُمْ فِيهَا سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَتَحِيَّتُهُمْ فِيهَا سَلَامٌ وَآخِرُ دَعْوَاهُمْ أَنِ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ
بلنه ددوی به په دی جنت کښی داوی چه پاکی ده تالره ای اللّه تعالٰی اوپیشکشی ددوی به په جنت کښی سلام وی او آخری بلنه به ددوی دا وی چه ټول صفتونه دخدائیتوب د یو اللّه تعالٰی دی چه رب دعالمینودی -
داهم په زیری کښی داخل دی مطلب دادی چه کله دوی څه شی غواړی دجنت دنعمتونونه نوآوازبه اوکړی په سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ سره اوکله چه ختم کړی خوړل څښکل نووائی به الْحَمْدُ لِلَّهِ، یامراد ددی چه هروقت کلام ددوی په شروع کیږی به په سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ سره او ختمیږی ب په الْحَمْدُ لِلَّهِ سره (وَتَحِيَّتُهُمْ فِيهَا سَلَامٌ) یو معنیٰ داده چه پیشکشی ددوی د اللّه تعالٰی دطرف نه لفظ د سلام به وی بله معنیٰ داده چه سلام کول ددوی یوبل ته یا دملائکودطرف نه مبارکی به وی په سلامتیاسره دعذاب نه - نوپه اوله معنیٰ سره سلام په خپله معنیٰ مشهوری سره دی اوپه دوهمه معنیٰ سره سلام په معنیٰ دمبارکئ دسلامتیاسره دی -