يونس ۹

إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ يَهْدِيهِمْ رَبُّهُمْ بِإِيمَانِهِمْ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهِمُ الْأَنْهَارُ فِي جَنَّاتِ النَّعِيمِ

یقیناً هغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی اوعمل کوی په طریقه دپیغمبر اوبه رسوی دوی لره جنت ته رب ددوی په سبب دایمان ددوی چه بهیږی به لاندی دبنگلوددی نه ولی اوسی به په جنتونودنعمتونوکښی -

دا زیری اخروی دی دپاره دمنونکو (يَهْدِيهِمْ رَبُّهُمْ بِإِيمَانِهِمْ) یومعنیٰ داده چه کوی دوی لره هدایت په سبب دایمان ددوی سره - دوهمه معنیٰ داده چه جنت بوځی دوی لره رب ددوی په سبب دایمان ددوی په اوله معنیٰ سره هدایت په معنیٰ توفیق داعمال صالحه دی اوپه دوهمه معنیٰ سره هدایت په معنیٰ درسولو دی جنت ته (مِنْ تَحْتِهِمُ) مراد ددی لاندی دبنگلو او دمحلونو ددوی نه -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل