فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا أَوْ كَذَّبَ بِآيَاتِهِ إِنَّهُ لَا يُفْلِحُ الْمُجْرِمُونَ
پس څوک لوی ظالم دی دهغه چانه چه جوړوی په اللّه تعالٰی باندی دروغ یا دروغژن گنړی آیتونه دهغه یقیناً نه شی بچ کیدلی داسی مجرمان (دعذاب د اللّه تعالٰی نه) -
دا هم زورنه ده منکرینو او مشرکینوته (افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا) یومراد ددی نه مشرک دی چه شرک کوی - اودهغی دجواز نسبت اللّه تعالٰی ته کوی او اللّه تعالٰی ته دولد نسبت کوی - دوهم مراد ددی نه هغه څوک دی چه د اللّه تعالٰی په کلام کښی تبدیلی اوکړی اودځان دطرف نه په هغی کښی الفاظ یا معانی جوړوی - په اوله توجیه ربط دادی چه زه ظلم کوؤنکی نه یم ځکه چه افتراء په اللّه تعالٰی باندی لوی ظلم دی (أَوْ كَذَّبَ بِآيَاتِهِ) اشاره ده چه په اللّه تعالٰی باندی افتراء کوونکی اودقرآن تکذیب کوونکی دواړه یوشان دی په کفرکښی -