إِلَيْهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًا وَعْدَ اللَّهِ حَقًّا إِنَّهُ يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ لِيَجْزِيَ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ بِالْقِسْطِ وَالَّذِينَ كَفَرُوا لَهُمْ شَرَابٌ مِنْ حَمِيمٍ وَعَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُوا يَكْفُرُونَ
خاص هغه ته گرځیدل ستاسو دټولو دی وعده کړی ده اللّه تعالٰی وعده حقه یقیناً هغه اول پیداکوی مخلوق بیابه دوباره پیدا کوی هغه دی دپاره چه بدله ورکړی هغه کسانوته چه ایمان ئی راوړی دی اوعملونه ئی کړی دی نیک په انصاف سره اوهغه کسان چه کفرئی کړی دی دوی لره څکل دی د یشیدلو اوبونه اوعذاب دردناک دی په سبب دهغی چه دوی کفرکوی -
دتذکیر دتوحید نه روستو په دی آیت کښی اثبات دآخرت دی په دری جملوکښی اوبیا زیری دی مؤمنانوته او ویره اخروی ده دپاره دکافرانو او دا آیت بیان د انذر او بشر دی (لِيَجْزِيَ) لام متعلق دی مرجعکم یا د یعیده سره اودا حکمت دبعث بعدالموت دی (بِالْقِسْطِ) دا متعلق دی دیَجزِی سره او قسط صفت د اللّه تعالٰی دی یعنی جزاء د مؤمنانو په عدل سره ورکوی یاقسط صفت د مؤمنانو دی یعنی توحید او نیک اعمال ددوی سبب دجزاء دی نوبا سببیه ده (مِنْ حَمِيمٍ) په مِن سره اشاره ده چه دا یونوعه ده د مشروب او ددی نه علاوه نومشروبات هم شته دی (بِمَا كَانُوا يَكْفُرُونَ) دا مقابل دی د بالقسط سره په دوهمه معنیٰ سره -