هُوَ الَّذِي جَعَلَ الشَّمْسَ ضِيَاءً وَالْقَمَرَ نُورًا وَقَدَّرَهُ مَنَازِلَ لِتَعْلَمُوا عَدَدَ السِّنِينَ وَالْحِسَابَ مَا خَلَقَ اللَّهُ ذَلِكَ إِلَّا بِالْحَقِّ يُفَصِّلُ الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ
خاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه گرځولی ئی دی نمرډیری رنړا والا او سپوږمئ لږی رنړا والا اومقررکړی ئی دی دهریو دپاره منزلونه دی دپاره چه معلوم کړئ تاسو شمار دکلونو او حساب (دمیاشتو او ورځو) نه دی پیداکړی اللّه تعالٰی داڅیزونه مگرحق دښکاره کولو دپاره تفصیلی بیانوی دلیلونه هغی قوم لره چه پوهیږی -
دا دوهم دلیل عقلی دی دپاره دتوحید درنړا یوعرض (کیفیت) خاصه دی نواصل ددغه کیفیت ته نوروئیلی شی اوچه داکیفیت کامل او قوی وی نوهغی ته ضیاء وئیلی شی (وَقَدَّرَهُ مَنَازِلَ) مراد ددی نه منزلونه دنمر اود سپوږمئ دواړو دی او دوهم قول غوره دی په قرینه دسورة یٰس (۳۹) اوپه هغه منازلو دقمرسره ورځی او شرعی میاشتی معلومیږی اودا اته ویشت دی اومراد دمنزولونونه ځایونه دراختلو او دپریوتلو دهغی دی (عَدَدَ السِّنِينَ) یعنی وخت دشروع کیدلو او ختم کیدلو دکال (وَالْحِسَابَ) مراد ددی نه حساب دمیاشتو اود ورځودی (مَا خَلَقَ اللَّهُ ذَلِكَ إِلَّا بِالْحَقِّ) حق نه مراد ظاهرول دمسئلی دتوحید اودلیل په قدرت اوعلم د اللّه تعالٰی دی ، اوداسی تفسیرخازن لکلی دی پس دا آیت دلیل دی په دی خبره چه حدیث دلولاک لکه چه مشهوردی په ژبودخلقو دهغی معنیٰ هم صحیح نه ده لکه چه الفاظ ئی محدثینو ردی کړی دی الفوائد لمجموعة صفحه (۳۲۶) کشف الخفاء صفحه (۱۴۶) دواړه دصنعانی نه نقل کړی دی چه دا حدیث موضوعی دی هان که دا معنیٰ اوکړی شی چه نه وی ستالیږل دپاره داظهار د مسئلی دتوحید نوبیا څه وجه صحت لری په اعتبار د معنیٰ سره لیکن داتوجیه ډیره بعیده ده -