إِنَّ رَبَّكُمُ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ يُدَبِّرُ الْأَمْرَ مَا مِنْ شَفِيعٍ إِلَّا مِنْ بَعْدِ إِذْنِهِ ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ فَاعْبُدُوهُ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ
یقیناً رب ستاسو اللّه تعالٰی دی هغه ذات چه پیدا کړی ئی دی آسمانونه او ځمکه په اندازه دشپږو ورځوکښی بیا برابرشوی دی په عرش باندی (دخپلی شان مناسب) انتظام کوی دټولوکارونو نیشته هیڅ سفارش کوونکی مگرپس دهغه داجازت نه دا صفتونو والا اللّه تعالٰی رب ستاسودی پس بندگئ کوئ هغه لره آیا پس نه اخلئ نصیحت تاسو -
دابیان دوحی دی چه انااوحینا کښی ذکرده اودلیل عقلی دی په توحید باندی اوپه دی آیت کښی رد شفاعت قهری دی اوپه هغی باندی تفریع ده په لفظ د فَاعْبُدُوهُ (إِنَّ رَبَّكُمُ) په دی کښی اثبات دتوحید د ربوبیت دی اودلته رب په معنیٰ د حاجات پوره کوؤنکی یاپه معنیٰ د حقدار دبندگئ دی (اللَّهُ الَّذِي) په دی کښی ذکردمعرفت د اللّه تعالٰی دی په دری صفتونوسره (۱) خالق دی (۲) دعرش دپاسه دی (۳) تدبیرکوؤنکی دی معنیٰ د سِتَّةِ أَيَّامٍ او اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ تفسیرپه سورة اعراف کښی ذکرشوی دی (الْأَمْرَ) الف لام دپاره داستغراق دی یعنی ټول څیزونه او کارونه یعنی دا انتظام ئی هیڅ قطب او غوث وغیره ته سپارلی نه دی (مَا مِنْ شَفِيعٍ) دارد دی په عقیده دمشرکانوباندی چه هغوی وائی چه مونږ خپل معبودان خالق او مدبرنه گنړو لیکن سفارشان ئی گنړو (فَاعْبُدُوهُ) په دی کښی رد دی په شرک فی العبادة باندی -