يونس ۲

أَكَانَ لِلنَّاسِ عَجَبًا أَنْ أَوْحَيْنَا إِلَى رَجُلٍ مِنْهُمْ أَنْ أَنْذِرِ النَّاسَ وَبَشِّرِ الَّذِينَ آمَنُوا أَنَّ لَهُمْ قَدَمَ صِدْقٍ عِنْدَ رَبِّهِمْ قَالَ الْكَافِرُونَ إِنَّ هَذَا لَسَاحِرٌ مُبِينٌ

آیا دی خلقو لره تعجب دی په دی خبره چه وحی کړی ده مونږ یوسړی ته ددوی نه چه اویره وه خلق (نه منونکی) اوزیری ورکړه ایمان والو لره یقیناً ددوی دپاره مرتبه اوچته ده په نیزرب ددوی وايی کافران بیشکه دی خامخا جادوگرښکاره دی -

دا زورنه ده منکرینود رسول ﷺ ته چه هغوی د نبی ﷺ نه انکارکوؤ په دی وجه چه دی سړی دی اوبشردی اودا آیت دلیل دی په دی خبره باندی چه نبی ﷺ سړی وؤ د جنس دبشرنه اودهغه ئی دوه کارونه ذکرکړی دی یو ویره ورکول او دوهم زیری ورکول (قَدَمَ صِدْقٍ) یو معنیٰ ددی مرتبه اوچته، دوهمه معنیٰ ښائسته اجر په سبب دنیکوعملونو چه مخکښی ئی لیږلی اوتعبیرئی په قدم سره ددی وجی نه کړی دی چه سعی او کوششونه په قدم سره کیدلی شی - بیازورنه ده په دی خبره چه دوی نبی ﷺ ته ساحروئیلو (أَنْذِرِ) انذاروئیلی شی اخبارسره دتخویف نه او (بَشِّرِ) بشارت وئیلی شی اخبار سره دخوشحالئ نه -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل