بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
الر تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ الْحَكِيمِ
الٓرٰ دا آیتونه دی کتاب چه حکمتونووالادی -
ربط: دادی چه مخکښی سورتونو (سورة الانفال او سورة التوبة) کښی د مشرکانوسره دجنگ کولو اعلان وؤ نوپه دی سورة کښی دشرک حقیقت بیانوی چه سبب دقتال دی اوجواب دسوال دی که هغوی اووائی چه مونږ سره جنگ په څه سبب کوئ مونږ خو اللّه تعالٰی منو نودی سورة کښی جواب ورکوی چه تاسو د اللّه تعالٰی سره شریکان جوړکړی دی په عقیده دشفاعت قهریه سره اودا عقیده شرک او کفر دی - اودارنگ هرکله چه سورة توبه کښی شرک دمشرکانو او دکتابیانو اونفاق دمنافقینو ذکرکړی شو نوپه دی سورة کښی هغه ټولو ته دعوت ورکول دی دتوحید او درسالت او دقرآن اود ایمان بالاخرت -
رد دشفاعت قهریه په (۳) او (۱۸) کښی اودغه رد په ډیرو وجوهوسره دی اول په عقلی دلیلونوسره دوهمه وجه په ډیرعقلی دلیلونوسره - دریمه وجه په نقلی دلیلونوسره - څلورمه وجه په ډیروزجرونوسره - پنځمه وجه قباحتونه دمشرکانو - شپږمه وجه اقرار دمشرکانو په بعضی صفتونو د اللّه تعالٰی سره ددعا دهغوی د اللّه تعالٰی نه په حالت دسختئ کښی -
دی کښی دری حصی دی اوله حصه تر (۵۴) آیت پوری - دوهمه حصه (۷۰) پوری دریمه ترآخرپوری -په اوله حصه کښی دری بابونه دی اول باب (۱۷) آیت پوری دی په دی کښی ترغیب دی کتاب اللّه ته اوشپږ زورنی دی او دری عقلی دلیلونه دی اوبشارت دی منونکوته اوتخویف دنیوی او اخروی نه منونکوته -
اول آیت کښی ترغیب دی قرآن ته (الْحَكِيمِ) په معنیٰ د(حکمتونووالا) دوهم په معنیٰ دحاکم دریم په معنیٰ دمحکم اولفظ دحکیم اشاره ده دی ته چه په دی سورة کښی عقلی دلیلونه بیانیږی او هغه حکمت دی -