التوبة ۱۲۹

فَإِنْ تَوَلَّوْا فَقُلْ حَسْبِيَ اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَهُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ

پس کله دوی مخ واړو پس اوایه پوره دی مالره اللّه تعالٰی نیشته هیڅوک مددگار سیوا دهغه نه په هغه باندی ما ځان سپارلی دی اوهغه مالک دعرش لوئی دی -

په دی آیت کښی بیان دمسئلی دتوحید دی په څلورو جملوسره اوله جمله په مقابله دمنکرینو کښی وئیلی کیږی دلته هم کافرانو دټولو قسمونو او منافقانو دخبائثو په مقابله کښی ذکرده - دوهمه جمله علت داولی دی اودریمه تفریع ده په اول دواړوجملوباندی او څلورمه علت دی دماقبل دپاره او ربوبیت دعرش مستلزم دی ربوبیت دټول عالم لره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل