التوبة ۱۲۸

لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُمْ بِالْمُؤْمِنِينَ رَءُوفٌ رَحِيمٌ

یقیناً راغلی دی تاسوته رسول اللّٰه ﷺ چه ستاسو دجنس نه دی گران دی په ده باندی تکلیف ستاسو حرص کوونکی دی ستاسوپه ایمان راوړلو (خاص په مؤمنانوباندی) ډیرمینه کوونکی رحم کوونکی دی -

دابیان د صدق د رسول اللّٰه ﷺ دی اود نبی ﷺ شپږ صفات په کښی ذکردی - اول صفت (رَسُولٌ) اشاره ده چه دی دځان نه خبری نه جوړوی نو دده اتباع فرض ده - دوهم (مِنْ أَنْفُسِكُمْ) په دی کښی اشاره ده اسانتیا دحصول علم ته دهغه نه ځکه دهم جنس نه استفاده کیدلی شی - دریم (عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ) یعنی تاسوته چه کوم شی تکلیف درکوی نودهغی بوج به په هغه باندی وی او هغه پری خفه کیږی - په دی کښی اشاره دیته چه د هغه په طریقه کښی په امت باندی اسانتیاده - څلورم (حَرِيصٌ عَلَيْكُمْ) مطلب دادی چه هغه کوشش کوی ددی خبری چه تاسو مؤمنان شئ اوجنت ته داخل شئ - پنځم (رَءُوفٌ) په مؤمنانوباندی ډیرشفقت کوونکی دی اوستاسو دحفاظت دعاگانی غواړی - او شپږم (رَحِيمٌ) په مؤمنانورحم کوونکی دی په دی دواړوکښی اشاره ده دی خبری ته چه هغه به په آخرت کښی دمؤمنانوشفاعت کوی اوپه دنیا کښی هم دهغه دشفقت اورحمت ډیری واقعی موجود دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل