التوبة ۱۲۷

وَإِذَا مَا أُنْزِلَتْ سُورَةٌ نَظَرَ بَعْضُهُمْ إِلَى بَعْضٍ هَلْ يَرَاكُمْ مِنْ أَحَدٍ ثُمَّ انْصَرَفُوا صَرَفَ اللَّهُ قُلُوبَهُمْ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا يَفْقَهُونَ

اوکله چه نازل کړی شی یوسورة نوگوری بعضی ددوی نه بعضوته (اشاره کوی یوبل نه په سترگو) آیا وینی تاسولره څوک بیا اوگرځی دمجلس ستاسونه او گرځوی اللّه تعالٰی زړونه ددوی دحق نه په دی وجه چه دا قوم دی چه نه پوهیږی -

په دی کښی هم بیان دحال دمنافقینودی په هغه وخت کښی چه بیان شی سورة دجهاد اوذکر دقبائحو دمنافقانو لکه دا سورة نودوی دهغی مجلس نه د تیښتی کوشش کوی (هَلْ يَرَاكُمْ) دلته یشیرون پټ دی یعنی په سترگو دیوبل نه په اشارو تپوس کوی چه صحابه کرام مونږته گوری اوکه نه - لیکن صحابه کراموبه د نبی ﷺ په مجلس کښی سرونه ښکته کړی وؤ لکه چه په سرونوباندی ئی مارغان ناست وی نو منافقان پوهه شی چه دوی مونږ ته نه گوری د ثُمَّ انْصَرَفُوا نه مخکښی داعبارت پټ دی - (لَا يَفْقَهُونَ) دا صفت ددوی په (۸۱) او (۸۷) کښی تیرشوی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل