أَوَلَا يَرَوْنَ أَنَّهُمْ يُفْتَنُونَ فِي كُلِّ عَامٍ مَرَّةً أَوْ مَرَّتَيْنِ ثُمَّ لَا يَتُوبُونَ وَلَا هُمْ يَذَّكَّرُونَ
آیا دوی سوچ نه کویچه یقیناً په دوی باندی امتحان راځی په هرکال کښی یوځل یا دوه ځله بیادوی نه توبه کوی اونه دوی نصیحت قبلوی -
دی کښی زورنه ده منافقینوته چه په دوی هرکال امتحان راځی په فرض کولودجهاد سره یوځل یا دوه ځله لیکن دوی منافقت نه توبه نه اوباسی یعنی سره دوجود د سبب دتوبی نه دوی توبه نه اوباسی نوداعلت دی د ((مَاتُوا وَهُمْ كَافِرُونَ - مَرَّةً أَوْ مَرَّتَيْنِ) یعنی غزاگانی هرکال یویا دوه ځله واقع کیدلی (يَذَّكَّرُونَ) توبه دافتنان سره تعلق لری اوتذکر دا وریدلو دقرآن سره تعلق لری -