وَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ فَزَادَتْهُمْ رِجْسًا إِلَى رِجْسِهِمْ وَمَاتُوا وَهُمْ كَافِرُونَ
اوهرچه هغه کسان دی چه په زړونوکښی ئی مرض دنفاق دی پس زیاتوی داسورة هغوی لره پلیتئ سره او مړه کیږی دوی په داسی حال کښی چه کافروی -
دابیان دحال دمنافقینودی چه حکم دقتال چه کله نازل شی نومنافقان دهغی نه خلاف کوی او سستی کوی نودهغوی پلیت والی نورزیات شی او ددی زیادت ذکرپه سورة مائده (۶۴،۴۸) او اسراء (۸۲) کښی هم شته او رجس دمنافقت په دی سورة (۹۵) کښی ذکر دی -