التوبة ۱۲۴

وَإِذَا مَا أُنْزِلَتْ سُورَةٌ فَمِنْهُمْ مَنْ يَقُولُ أَيُّكُمْ زَادَتْهُ هَذِهِ إِيمَانًا فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا فَزَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَهُمْ يَسْتَبْشِرُونَ

اوکله چه نازل کړی شی یوه سورة پس بعضی ددی خلقو هغه څوک دی چه وائی چه چالره زیاتی کړو دی سورة ایمان پس هرچه هغه کسان دی چه ایمان ئی راوړی دی پس زیا ت ئی کړو هغوی لره دی ایمان اوهغوی خوشحالی کوی (ددی سورة په نازلیدلو) -

هرکله چه تردی پوری ددی سورة تفصیلی احکام ذکرشول اوخصوصاً مسئله دجهاد نوپه دی آیت کښی رد او زجردی په منافقینوباندی کله چه هغه سورة نازل شو چه په هغی کښی مسئله دجهاد وه نو منافقانو اعتراض کوؤ چه ددی دنازلیدلو څه فائده ده نوجواب اوشو چه په دی سره دمؤمنانو ایمان زیاتی کیږی ځکه چه هغوی په دی باندی عمل کوی (فَزَادَتْهُمْ إِيمَانًا) مجاهد نه نقل دی چه دا آیت دلیل دی چه ایمان زیادت قبلوی یعنی ایمان کښی زیاتی راځی که په درجه د تفس تصدیق او یقین کښی وی اوکه اعمالوسره وی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل