التوبة ۱۲۱

وَلَا يُنْفِقُونَ نَفَقَةً صَغِيرَةً وَلَا كَبِيرَةً وَلَا يَقْطَعُونَ وَادِيًا إِلَّا كُتِبَ لَهُمْ لِيَجْزِيَهُمُ اللَّهُ أَحْسَنَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ

اونه خرچ کوی دوی څه خرچ لږ اونه ډیراونه سفرکوی دوی په یومیدان مگرلیکلی کیږی دوی لره دی دپاره چه بدله به ورکړی دوی لره اللّه تعالٰی ډیره ښائسته دهغی عملونو چه دوی ئی کوی -

په دی آیت کښی هم نور عملونه دمجاهد ذکر دی چه په هغی سره هغه ته ثواب حاصلیږی اودا عملونه په خپله عبادات دی ددی وجی نه ددی سره بِهِ عَمَلٌ صَالحٌ نه دی ذکر کړی او مخکنی په خپله نیک اعمال نه وو لیکن دجهاد وجی نه ثواب دنیک عمل ورباندی ورکولی کیږی او ددی وجی نه په هغه آیت کښی مُحسِنِین ذکر کړو یعنی دغه عملونه داحسان دوجی نه صالح گرځی اوپه دی کښی (أَحْسَنَ) ذکرکړو اشاره ده چه دا عملونه په خپله احسن دی (وَلَا يَقْطَعُونَ وَادِيًا) مراد ددی نه سفرکول دی په نیت دجهاد سره - وَادِیْ: په اصل کښی هغه فراخ ځای دی چه په مینځ دغرونو او ډیرکوکښی وی چونکه هغه کنده (دره) هم ده اومیدان هم دی نود وادی اطلاق په دواړو کیږی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل