التوبة ۱۲۰

مَا كَانَ لِأَهْلِ الْمَدِينَةِ وَمَنْ حَوْلَهُمْ مِنَ الْأَعْرَابِ أَنْ يَتَخَلَّفُوا عَنْ رَسُولِ اللَّهِ وَلَا يَرْغَبُوا بِأَنْفُسِهِمْ عَنْ نَفْسِهِ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ لَا يُصِيبُهُمْ ظَمَأٌ وَلَا نَصَبٌ وَلَا مَخْمَصَةٌ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا يَطَئُونَ مَوْطِئًا يَغِيظُ الْكُفَّارَ وَلَا يَنَالُونَ مِنْ عَدُوٍّ نَيْلًا إِلَّا كُتِبَ لَهُمْ بِهِ عَمَلٌ صَالِحٌ إِنَّ اللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ

نه ده مناسب مدینی والولره اوهغه چالره چه ددوی چاپیره دی دبانډچیانونه چه روستو پاتی شی د رسول اللّٰه ﷺ نه اونه دی غوره کوی خپل ځانونه دهغه ځان نه داحکم په دی وجه دی چه نه رسی دوی ته تنده اونه ستړی والی اونه لوږه په لار د اللّه تعالٰی کښی اونه گرځی دوی په یولاری چه غصه کوی کافرانولره اونه حاصلوی دوی ددشمن نه څه شی مگرلیکلی کیږی دوی لره په بدله دهغی عمل نیک بیشکه اللّه تعالٰی نه بربادوی ثواب د ښائسته عمل کوونکو -

په دی آیت کښی ترغیب دی جهاد ته یوپه دی طریقه چه رسول اللّٰه ﷺ جهاد کوی اوپه خپل نفس تکلیف تیروی نوتاسو ولی نه کوئ‌ او ولی ځان له تکلیف نه ورکوئ‌ بله طریقه داده چه په جهاد کښی هریوتکلیف تیرول سبب دثواب دی (وَلَا يَطَئُونَ مَوْطِئًا) مطلب دادی چه کله مؤمنان مجاهدین په ځمکه گرځی اوکافران ورته گوری اوعصه کیږی داهم ثواب دی (وَلَا يَنَالُونَ) مراد ددی نه دادی چه کافران قتل کول یاهغوی له شکست ورکول یادهغوی نه غنیمت حاصلول داټول ثوابونه دی (أَنْ يَتَخَلَّفُوا) دهغه دحکم نه یا دهغه په ملگرتیا کښی دجهاد کولونه خلاف کول (بِأَنْفُسِهِمْ) یعنی نبی ﷺ ډیرمصسبتونه او تکلیفونه بدنی په جهاد په ځان باندی تیروی نوتاسو دهغه نه غوره نه یئ نوتاسو مصیبتونه د جهاد تیرکړئ‌ -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل