يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَكُونُوا مَعَ الصَّادِقِينَ
ای ایمان والو ویره کوئ د اللّه تعالٰی نه اوشئ ملگری درشتینو خلقو -
داترغیب دی جهاد ته اومنع ده د پاتی کیدلو دجهاد نه پس دذکر دپاتی کیدونکونه، اوترغیب دی په ملگرتیا دمجاهدینو او درشتینو خلقو - اوپه دی آیت کښی دوه امرونه دی اول کښی اصلاح دنفس انفرادی مراد ده په تقویٰ سره اوپه دوهم کښی اصلاح اجتماعی مراد ده یعنی دصادقینو ملگرتیا اختیارول -