وَعَلَى الثَّلَاثَةِ الَّذِينَ خُلِّفُوا حَتَّى إِذَا ضَاقَتْ عَلَيْهِمُ الْأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ وَضَاقَتْ عَلَيْهِمْ أَنْفُسُهُمْ وَظَنُّوا أَنْ لَا مَلْجَأَ مِنَ اللَّهِ إِلَّا إِلَيْهِ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ لِيَتُوبُوا إِنَّ اللَّهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ
(اوتوبه ئی قبوله کړه) دهغی دریو کسانوچه روستوکړی شوی وه معامله ددوی ترهغی پوری کله چه تنگه شوه په دوی باندی ځمکه سره دارت والی نه اوتنگ شو په دوی باندی زړونه ددوی اویقین اوکړودوی چه نیشته دی ځای دپناهی دعذاب د اللّه تعالٰی نه مگرهغه ته دی بیاتوفیق دتوبی ورکړو دوی لره دپاره ددی چه دوی توبه اوباسی یقیناً اللّه تعالٰی دی توبه قبلوونکی رحم کوونکی -
په دی آیت کښی زیری دی دقبولیت دتوبی دهغه دریوکسانوچه په آیت (۱۰۶) کښی تیرشوی دی (خُلِّفُوا) دکعب رضی اللّه عنه نه روایت دی چه مراد ددی نه روستووالی دحکم ددوی دی روستووالی دجهاد نه مراد نه دی ځکه چه هغه صفت دمنافقانو دی (ضَاقَتْ عَلَيْهِمُ الْأَرْضُ) ددی وجی نه چه ددوی سره صحابه کرامو معامله پریښودلی وه اوخبری ئی ورسره نه کولی په حکم د نبی ﷺ سره (وَضَاقَتْ عَلَيْهِمْ أَنْفُسُهُمْ) دا ددی وجی نه چه کله ملگری به دوی سره مخامخ شول نوسخته وینابه ئی ورته کوله بل داچه په دوی باندی په زړونوددوی کښی ډیرغم او فکرراغلی وؤ - ابوبکر وراق نه روایت دی چه توبة نصوح علامت دادی چه دگناه دوجی نه په انسان باندی دغسی حالت راشی (حَتَّى إِذَا) داغایه ده د خُلِّفُوا دپاره اوثم تاب عطف دی په اذاضافت باندی -