لَقَدْ تَابَ اللَّهُ عَلَى النَّبِيِّ وَالْمُهَاجِرِينَ وَالْأَنْصَارِ الَّذِينَ اتَّبَعُوهُ فِي سَاعَةِ الْعُسْرَةِ مِنْ بَعْدِ مَا كَادَ يَزِيغُ قُلُوبُ فَرِيقٍ مِنْهُمْ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ إِنَّهُ بِهِمْ رَءُوفٌ رَحِيمٌ
یقیناً مهربانی کړی ده اللّه تعالٰی (په اسانتیا راوستو) په نبی ﷺ او په مهاجرینو اوانصارو هغه کسان چه تابعداری ئی کړی ده دده په حالت تنگسیاکښی پس دهغی نه چه نزدی وه چه کاږه شوی وی زړونه دیوی ډلی ددوی نه بیا کلک والی راوستو اللّه تعالٰی په دوی باندی یقیناً اللّه تعالٰی په دوی باندی شفقت کوونکی رحم کوونکی دی -
په دی آیت کریمه کښی زیری دی دمؤمنانوته په قبولیت دتوبی اوپه دی آیت کښی اشاره ده تکالیفوته په غزوه د تبوک کښی چه گرمی سخته وه سفراوگد وؤ اوپه سورلوباندی هم نمبرپه نمبرتلل وؤ اوتوخه ددوی زړی کجوری وی بیا دتوبی نه مراد په دی آیت کښی تخفیف او آسانتیا راوستل دی په اول تَابَ کښی اوزړونه کلکول دی په دوهم تاب کښی - په دی کښی اشاره ده چه نبی هم توبی ته محتاج دی لیکن دهغه توبه دگناه نه ده بلکه آسانتیا راوستل مراد دی (يَزِيغُ) مراد د زیغ نه ترک دجهاد دی ارتداد نه دی مراد -