إِنَّ اللَّهَ لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ يُحْيِي وَيُمِيتُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ
بیشکه اللّه تعالٰی خاص هغه لره بادشاهی دآسمانونو او د ځمکی ده ژوندی کول کوی او مړه کول کوی اونیشته تاسولره سیوا د اللّه تعالٰی نه هیڅ دوست اونه مددگار -
داعلت دمخکښی آیت دی چه قانون بیانول د اللّه تعالٰی اختیاردی ځکه چه بادشاهی د اللّه تعالٰی دپاره ده - اوپه دی آیت کښی دعویٰ دتوحید ده په رد شرک فی التصرف سره (يُحْيِي وَيُمِيتُ) احیاء او اماتت حقیقیه مراد دی اوجائزده چه هدایت اوگمراهی ترینه اشارةً مرادشی -