التوبة ۱۱۵

وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُضِلَّ قَوْمًا بَعْدَ إِذْ هَدَاهُمْ حَتَّى يُبَيِّنَ لَهُمْ مَا يَتَّقُونَ إِنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ

اونه دی اللّه تعالٰی چه گمراه (گنهگار) کړی یوقوم پس دهغی نه چه دوی ته ئی هدایت کړی وی ترهغی چه بیان کړی دوی ته هغه څه چه بچ کوی ځان دهغی نه یقیناً اللّه تعالٰی په هرڅیزپوهه دی -

داجواب دبل سوال دی سوال داوؤ هرکله چه استغفار دمشرک دپاره منع وؤ نوددی نه مخکښی چه چا استغفار غوښتلی دی نوهغوی گنهگارشول؟ په دی ایت کښی جواب اوشو حاصل دجواب دادی چه قانون د اللّه تعالٰی دادی چه پوره ئی یوحکم نه وی بیان کړی نودهغی په مخالفت کولوسره مؤمن سړی نه گمراه کیږی ځکه معصیت خووئیلی شی خلاف دماموربه ته اوارتکاب دمنهی عنه ته - اومرادد لِيُضِلَّ نه حکم کول دی دگمراهئ‌ یاسزاورکول دی دگمراهئ -
فائده: دارنگ د ورود شرعی نه وړاندی په چاباندی حکم دگنهگارئ‌ نه شی کیدلی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل