التوبة ۱۱۴

وَمَا كَانَ اسْتِغْفَارُ إِبْرَاهِيمَ لِأَبِيهِ إِلَّا عَنْ مَوْعِدَةٍ وَعَدَهَا إِيَّاهُ فَلَمَّا تَبَيَّنَ لَهُ أَنَّهُ عَدُوٌّ لِلَّهِ تَبَرَّأَ مِنْهُ إِنَّ إِبْرَاهِيمَ لَأَوَّاهٌ حَلِيمٌ

اونه وی بخنه غوښتل دابراهیم علیه السلام پلارخپل له مگردوجی دوعدی نه وه چه کړی وه هغه سره پس هرکله چه ښکاره شوه ده ته چه یقیناً دی دشمن د اللّه تعالٰی دی نوجداشو دهغه نه یقیناً ابراهیم علیه السلام ډیرنرم زړی صبرناک وو -

داجواب دی دیو سوال نه چه ابراهیم علیه السلام دمشرک پلاردپاره بخنه غوښتلی ده لکه سورة ابراهیم ایت (۴۱) اوسورة شعراء آیت (۸۶) کښی راغلی دی - نوددی جواب اوشو چه ابراهیم علیه السلام هغه سره وعده کړی وه نوخپله وعده ئی پوره کړه اووعده دده ذکرده په سورة مریم (۳۷) اوپه سورة ممتحنه (۴) کښی - بیاسوال دادی چه هغه پلارئی مشرک وؤ نووعده داستفغارئی ولی کوله (فَلَمَّا تَبَيَّنَ) دی سره اشاره اوشوه جواب ته حاصل دجواب دادی چه د وعدی کولوپه وخت کښی ده ته یقین نه وؤ راغلی چه دا کافراومشرک دی - اوهرکله چه یقین ئی راغی نواستغفارغوښتل ئی پریښودو (لَأَوَّاهٌ) نرم والی دزړه ته وائی اودا متعلق دی دوعده کولو دپلاره سره د استغفار او (حَلِيمٌ) متعلق دی د استغفار غوښتلوسره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل