مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَنْ يَسْتَغْفِرُوا لِلْمُشْرِكِينَ وَلَوْ كَانُوا أُولِي قُرْبَى مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُمْ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ
نه دی جائز پیغمبرلره او مؤمنانولره چه بخنه غواړی دمشرکانودپاره اگرکه وی خپلوان ددوی پس دهغی نه چه ښکاره شوی ده دوی ته چه دوی جهنم والا دی -
هرکله چه صفات دکمال دمؤمنانو دپاره ذکرشول نوپه دی آیت کښی دمشرکانودبرائت کولو یوخاص طریقه دمؤمنانودپاره ذکرکوی هغه داده چه پیغمبراو مؤمنانوله مشرکانودپاره بخنه غوښتل منع دی اوکوم چه حدیث کښی راغلی دی رب اغفرلی لقومی فانّهم لایعلمون ـ نودهغی جواب دادی چه هغه ددی آیت دنزول نه مخکښی وؤ بل جواب دادی چه اِغفرپه معنیٰ داِهد دی (مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ) ددی مطلب دادی چه په قرآن کریم سره معلومه شوی ده چه مشرک ته بخنه نه کیږی لکه په سورة نساء (۱۱۶) کښی نودی به همیشه جهنمی وی لکه په سورة مائده (۷۲) کښی اوداتوجیه غوره ده ځکه مشرک ژوندی دپاره سوال دمغفرت منع دی هان سوال دهدایت ورله جائز دی -