التوبة ۱۲۲

وَمَا كَانَ الْمُؤْمِنُونَ لِيَنْفِرُوا كَافَّةً فَلَوْلَا نَفَرَ مِنْ كُلِّ فِرْقَةٍ مِنْهُمْ طَائِفَةٌ لِيَتَفَقَّهُوا فِي الدِّينِ وَلِيُنْذِرُوا قَوْمَهُمْ إِذَا رَجَعُوا إِلَيْهِمْ لَعَلَّهُمْ يَحْذَرُونَ

اونه ده مناسب چه مؤمنان دی اوځی ټول (دجهاد یا دعلم دپاره) پس ولی نه اوځی دهری ډلی ددوی نه څه کسان دی دپاره چه پوهه حاصل کړی په دین کښی اوچه ویره ورکړی دوی قوم خپل ته (په بیان ددغه علم) کله چه هغوی واپس شی دوی ته دی دپاره چه هغوی ځان بچ کړی د گناهونونه -

په دی آیت کښی ترغیب دی علم ددین ته دپاره دتکمیل دجهاد یعنی دجهاد دپاره مخکښی دهغی نه علم ددین ضروری دی - حاصل دآیت دادی چه ټول کسان جهاد له مه اوزئ‌ (کله چه جهاد فرض کفائی وی) بلکه بعضی کسان جهاد له اوځئ‌ اوبعضی کسان دعلم ددین دپاره ځان وقف کړئ‌ نودا آیت دلیل دی په دی خبره چه علم ددین ټول فرض کفائی دی اوعلم دهغی احکاموچه فرض عین وی عم فرض عین دی -
فائده: په آیت کښی توجیهات دی اوله داچه (لِيَنْفِرُوا) نه مراد وتل دطلب دعلم دپاره دی او طائفه نه مراد طلب گار دعلم دی (لِيَتَفَقَّهُوا فِي الدِّينِ) مراد ددین نه کتاب اللّه او سنت دی او تفقه نه مراد داسی علم دی چه په هغی سره دحکمتونو اود حکمونواستنباط کیدی شی اوپه حدیث کښی وارد دی - مَن يُرِدِ اللّه ُ بِهِ خَيرا يُفَقِّههُ فِي الدّينِ (وَلِيُنْذِرُوا) مراد دانذار نه تبلیغ دقرآن اوسنت دی نودهغی په منلوسره او عمل کولوسره تقلید نه لازمیږی ځکه چه دا علم دی په دلیلونوسره اوتقلید خوخبره منل بغیرددلیل نه دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل