التوبة ۶۲

يَحْلِفُونَ بِاللَّهِ لَكُمْ لِيُرْضُوكُمْ وَاللَّهُ وَرَسُولُهُ أَحَقُّ أَنْ يُرْضُوهُ إِنْ كَانُوا مُؤْمِنِينَ

قسمونه کوی په اللّه تعالٰی تاسوته دی دپاره چه رضا کړی تاسولره او اللّه تعالٰی او رسول ﷺ دهغه حقدار دی چه رضا کړی دوی هغوی لره که وی دوی مؤمنان -

دی آیت کښی هم زورنه ده منافقینوته اودهغوی یوصفت قبیحه ذکردی یعنی دمخلوق درضاکولو کوشش کوی په دروغه قسمونوباندی او اللّه تعالٰی او رسول اللّٰه ﷺ خفه کوی (أَنْ يُرْضُوهُ) یوضمیرئی ذکرکړو ځکه رضا د اللّه او درسول یوشان ده اوداضمیرراجع دی اللّه ته په نیزدبیضاوی او راجع دی رسول ته په نیزدسیبویه -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل