التوبة ۶۳

أَلَمْ يَعْلَمُوا أَنَّهُ مَنْ يُحَادِدِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَأَنَّ لَهُ نَارَ جَهَنَّمَ خَالِدًا فِيهَا ذَلِكَ الْخِزْيُ الْعَظِيمُ

آیا نه پوهیږی دوی چه یقیناً چا چه خلاف اوکړو د اللّه تعالٰی اورسول دحدونونه پس یقیناً ده لره اوردجهنم دی همیشه به وی دی په هغی کښی داشرمندگی لویه ده -

په دی آیت کښی ویره اخروی ده اویوصفت قبیحه دی دهغوی (يُحَادِدِ) مطلب دادی چه د اللّه تعالٰی او رسول اللّٰه ﷺ دحدودونه مخالف دځان نه حدود جوړوی اوحدود دوه قسمه دی یوقسم شرعی سزاگانی دپاره دبعضی گناهونولکه حددزنا او غلا وغیره - دوهم قسم دهرحکم شرعی سنت طریقه دهغی حد دی ددی وجی نه هرمبتدع محاد د اللّه تعالٰی او رسول اللّٰه ﷺ دی اوداسی په سورة مجادله (۵) او (۲۰) کښی هم ذکردی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل