وَمِنْهُمُ الَّذِينَ يُؤْذُونَ النَّبِيَّ وَيَقُولُونَ هُوَ أُذُنٌ قُلْ أُذُنُ خَيْرٍ لَكُمْ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَيُؤْمِنُ لِلْمُؤْمِنِينَ وَرَحْمَةٌ لِلَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ رَسُولَ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ
اوبعضی ددوی نه هغه کسان دی چه خفه کوی نبی ﷺ لره او وائي دوی چه دی هره خبره منونکی دی ته اوایه چه دی منونکی دخیر دخبری دی ستاسو ایمان لری په اللّه تعالٰی اوخبره منی دمؤمنانو اورحمت دی دپاره دایمان والو ستاسونه اوهغه کسان چه خفه کوی رسول ﷺ د اللّه تعالٰی لره دوی له عذاب دردناک دی -
دا زورنه ده منافقینوته اوپه دی آیت کښی دوه صفات قبیحه دهغوی ذکردی مطلب دادی چه دوی په نبی ﷺ پسی بدی خبری کولی اوپه هغه به ئی عیبونه لگول که دوی ته به اوئیلی شو که نبی ﷺ خبرشی نوستاسونه به خفه شی نودوی به وئیل چه هغه هره خبره قبلوی اوکه مونږورته دروغه بهانه اوکړو نوهغه به ضرور قبوله کړی نو جواب کښی اووئیلی شول چه دا نبی ﷺ ایمان په اللّه تعالٰی لری اوخبری دمؤمنانو قبلوی دمنافقانو دخبری تصدیق نه کوی (أُذُنُ) په اصل کښی غوږ ته وئیلی شی دلته مراد هغه څوک دی چه دغوږپه شان هره خبره او هرعذر قبلوی نو أُذُنُ ورته مبالغةً وئیلی شوی دی -