وَمِنْهُمْ مَنْ يَلْمِزُكَ فِي الصَّدَقَاتِ فَإِنْ أُعْطُوا مِنْهَا رَضُوا وَإِنْ لَمْ يُعْطَوْا مِنْهَا إِذَا هُمْ يَسْخَطُونَ
اوبعضی ددوی نه هغه څوک دی چه عیب لگوی په تاباندی په تقسیم د زکاتونوکښی نوکه ورکړی شوی دوی ته هغی نه نوخوشحاله شی دوی اوکه ورنه کړی شی دوی ته دهغی نه نودغه وخت دوی خفگان کوی -
په دی آیت کښی هم زورنه ده منافقینوته اوپه دی کښی دری صفات قبیحه دی او دا آیت دلیل دی په دی خبره چه څوک د پیغمبرپه یوه طریقه باندی اعتراض کوی نوهغه منافق دی - دارنگ هغه څوک چه ددین کارکوی دمالی مفاداتو دپاره نوهغه منافق دی اوددی په شان په سورة بقره (۲۰) کښی هم دی -