التوبة ۵۹

وَلَوْ أَنَّهُمْ رَضُوا مَا آتَاهُمُ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَقَالُوا حَسْبُنَا اللَّهُ سَيُؤْتِينَا اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ وَرَسُولُهُ إِنَّا إِلَى اللَّهِ رَاغِبُونَ

اوکه دوی خوشحاله شوی وی په هغی چه ورکړی دی دوی ته اللّه تعالٰی او رسول ﷺ دهغه او دوی وئیلی وی چه پوره دی مونږلره اللّه تعالٰی زردی چه رابه کړی مونږته اللّه تعالٰی دفضل خپل نه او رسول ﷺ دهغه (په تقسیم کولوسره) یقیناً مونږخاص اللّه تعالٰی ته رغبت کوونکی یو -

داترغیب دی د ښائسته اخلاقو چه په هغی سره دنفاق نه بچ کیږی (وَلَوْ) جزا ددی محذوف ده یعنی لکان خیرالهم (ددوی دپاره به غوره وی) (وَرَسُولُهُ) دورکولو د رسول اللّٰه ﷺ نه مراد په دی ځای کښی د زکوٰة او دغنیمت نه حصی ورکول دی په امرد اللّه تعالٰی سره اوددی تشریح په صحیح حدیث کښی ده چه انمااناقاسم و اللّه یعطی - نوددی آیت نه دمشرکانو دلیل نیول چه نبی هم اختیارمن د نفع او ضرر دی داغلط دی ځکه په دی کښی مراد په طریقه دتقسیم سره ورکول دی ( إِلَى اللَّهِ) معنیٰ داچه مونږمال طرف ته رغبت نه کوؤ بلکه اللّه تعالٰی رضا طرف ته رغبت لرو -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل