لَوْ يَجِدُونَ مَلْجَأً أَوْ مَغَارَاتٍ أَوْ مُدَّخَلًا لَوَلَّوْا إِلَيْهِ وَهُمْ يَجْمَحُونَ
که دوی موندلی وی ځای دپناه یا غارونه یا سمستی خامخا ورغلی به وو هغی ته په داسی حال چه منډی به ئي وهلی -
داهم زورنه منافقینوته اوبیان دخوف دهغی دی اوپه دی کښی یوصفت قبیحه دی (مَلْجَأً) ځای دپناهی لکه قلعه گانی (مَغَارَاتٍ) اوغارونه چه په غرونوکښی وی (مُدَّخَلًا) هغه سمسی چه په ځمکه کښی وی (يَجْمَحُونَ) جمح هغه منډه د آس ده چه په واگی سره هم نه حصاریږی -