التوبة ۵۶

وَيَحْلِفُونَ بِاللَّهِ إِنَّهُمْ لَمِنْكُمْ وَمَا هُمْ مِنْكُمْ وَلَكِنَّهُمْ قَوْمٌ يَفْرَقُونَ

اوقسمونه کوی دوی په اللّه تعالٰی چه یقیناً دوی ستاسو دډلو نه دی اونه دی دوی ستاسو دډلی نه لیکن دوی داسی قوم دی چه ویریږی -

په دی آیت کښی هم زورنه ده منافقینوته اودهغوی دوه صفات قبیحه دی هرکله چه ددوی علامات دکفر ذکرشول نودوی دمؤمنانو دهوکه کولو دپاره دورغ قسمونه شروع کړل چه مونږدکافرانو سره نه یو بلکه ستاسو ملگری یو (وَلَكِنَّهُمْ) نه روستو عبارت پټ دی یعنی لکنهم یظهرون الیکم الایمان یعنی دوی ایمان ښکاره کوی دوجی دویری نه (يَفْرَقُونَ) دفرق نه ماخوذ دی ویره سره د جزع اودهیبت نه نوداد دخوف نه زیاته ده - مراد دیفرقون نه دادی چه دوی ویریږی ددی خبری نه چه هسی نه چه زمونږ نفاق ښکاره شی اومسلمانان مونږلره قتل کړی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل