فَلَا تُعْجِبْكَ أَمْوَالُهُمْ وَلَا أَوْلَادُهُمْ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ بِهَا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَتَزْهَقَ أَنْفُسُهُمْ وَهُمْ كَافِرُونَ
پس تعجب کښی دی وانه چوی تالره مالونه ددوی اونه اولاد ددوی یقیناً غواړی اللّه تعالٰی (په دی ډیروالی دمالونو او اولاد ددوی سره) چه عذاب ورکړی دوی لره په هغی سره په ژوند دنیوی کښی او اوځی روحونه ددی په داسی حال کی چه دوی به کافروی -
هرکله چه مخکښی آیت کښی ذکر شوچه ددوی نفقات نه قبلیږی نوپه دی آیت کښی په هغی باندی تفریع ده په حرف دفاء سره چه ددوی مالونه بی فائدی دی چه په هغی څه ثواب نه ملاونږی اواولاد ئی هم بی فائدی دی بلکه دا دواړه سبب دعذاب ددوی دی اوهرچه مؤمن مالدار دی نودهغه کسب مشقت مصیبتونه سبب داجردی نوهغه عذاب نه دی -