التوبة ۵۴

وَمَا مَنَعَهُمْ أَنْ تُقْبَلَ مِنْهُمْ نَفَقَاتُهُمْ إِلَّا أَنَّهُمْ كَفَرُوا بِاللَّهِ وَبِرَسُولِهِ وَلَا يَأْتُونَ الصَّلَاةَ إِلَّا وَهُمْ كُسَالَى وَلَا يُنْفِقُونَ إِلَّا وَهُمْ كَارِهُونَ

اونه دی منع کړی دی چه قبول کړی شی ددوی نه خیراتونه ددوی مگردی خبری چه دوی کفرکړی دی په اللّه تعالٰی اوپه رسول دهغه اونه راځی دوی مانځه ته مگرپه داسی حالت چه ناراست وی اونه خرچ کوی دوی مگرپه داسی حال کښی چه بد ئی گنړی -

دا آیت تفصیل دفسق دی چه مانع دی دقبولیت دنفقاتونه اوپه دی آیت کښی دری صفات قبیحه دهغوی ذکردی یعنی په دوی کښی ایمان نیشته اوعبادات بدنیه او مالیه هم دعبادت په طورباندی نه کوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل